امنیت

دملي اردو دمنسوبينو په محاربوي عملياتو کې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دهيواد په يو شمير  ولايتونوکې پرون دملي اردو دمنسوبينو په ګډو  او خپلواکو محاربوي  عملياتو کې يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول يوشمير  ټپيان او يوشمير نور ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه عمليات دهيواد اوخلکو ددښمنانو دځپلو او دسراسري سولې  او امنيت دټينګښت  په مقصد دپکتيا  ، روزګان ، دايکندي ، قندهار او دنورستان دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې  ددښمن يوه اندازه وسله اومهمات ترلاسه شوي او په لسګونو ډول ډول ماينونه هم کشف او شنډ کړي شوي دي .
دغه راز دهيواد په بيلابيلوسيمو کې ددښمن ددرندو وسلو د ډزو او په واټونوکې دماينونو دچاودنې له امله دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته