کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
دملي اردو دوه تنه سرتيري پرون دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو دوه تنه سرتيري د هلمند ولايت دګرشک او ماجې د ولسواليو په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې دايښودل شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شول .
دغه راز ددغو ځواکونو درې تنه نور سرتيري ددغه ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنې له امله ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ