امنیت

دملي امنيت دشورا غونډه جوړه شوه

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت دشورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه

دجمهوري رياست مطبو عا تي دفتر د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې د جمهوري رياست مرستيالانو، ستر وزير هدايت امين ارسلا ، دملي دفاع اود کورنيو چارو وزيرا نو ، د ملي امنيت سلا کار، د ملي امنيت لوى رئيس ،لوى در ستيز ،د بهرنيو چارو ،ماليې ، د نشه يي تو کو پر خلاف دمبارزي اودسرحدونو ، قومو نو او قبايلو د چارو وزيرا نو ، دسيمه ييزو ارګا نو نو د اداري لوى رئيس ، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين او يوشمير نورو دولتي مقا ما تو ګډون کړې و په برياليتو ب سره ددوديزې لوى جرګي د جوړولو په خا طر دښو امنيتې تد بيرو نو د نيولو په باب خبرې وشوي

د ملي امنيت دشورا په غونډه کې پريکړه وشوه چې د کور نيو چارو د وزير سترجنرال بسم الله محمدي ترسرپرستې لا ندې دې په برياليتوب سره ددوديزې لويې جرګي د جوړولوپه خاطر ښه امنيتې تد بير ونه ونيول شي چې د هيواد استا زي او مشران په ډاډ منه او ارا مه فضا کې په جرګه کې خپلي چاري تر سره کړې او لويه جرګه په عزت او سرلوړي سره پاى ته ورسيږي

په مقا بل کې د هيواد امنيتې چاروا کو د ملي امنيت شورا ته ډاډ ورکړ او وي ويل چې دهيواد امنيتې ځوا کو نه شپه اوورځ هلې ځلې کوي چې لويه جرګه دسو لې او ارا مې په فضا کې په برياليتوب سره جوړ ه شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته