امنیت

دملي امنيت منسوبينو شپاړس تنه تروريستان ونيول .

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  دملي امنيت درياست موظفينو  اته تنه دتروريستي  فعاليتونو په تور په کندز ولايت کې ونيول .

 دملي امنيت دلوى رياست  ويندوى لطف الله مشعل نن په يوه خبري غونډه کې وويل، دغو کسانو غوښتل  له دوو تنو ځانمرګو بريدکوونکو  څخه  په استفادې  سره دکندز ولايت په پوځي تاسيساتو ځانمرګي بريدونه وکړي .

 ده څرګنده کړه: ددغه رياست دموظفينو   په عملياتوکې  هغوى ونيول شول او له هغوى څخه   دوه ځانمرګي واسکټونه ،  يو ريموت کنترول  يو سراچه موټر او  يوه اندازه دولتي ضد تبليغاتي پاڼې  هم ترلاسه شوي دي .

 دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  په دې خبري غونډه کې  دملي امنيت  دلوى رياست ويندوى زياته کړه، څلور تنه تروريستان  هم چې دکندز ولايت په مربوطاتوکې  دورانکارو او تروريستي فعاليتونو تورورباندې لګول شوي دي ، ددغې اداري دموظفينو له خوا نيول شوي دي .

 مشعل وويل ، ددريو تروريستانو يو سرګروپ  چې دلوګر ولايت په مربوطاتوکې دتروريستي بريدونو تورورباندې لګول شوي  له يوې ميل وسلي سره نيول شوى دى .

   مشعل  په دغه خبري کنفرانس کې  دغه راز دپکتيا  ولايت په مټا خان  ولسوالۍ کې دطالبانو دمالي مسوول دنيولو  ، په ننګرهار ولايت کې د سلګونو  ميلو  ډول ډول  وسلو دزيرمي  په تور د څلورو تنو دنيولو او په پروان ولايت کې  ددښمن دوسلو اومهماتو د  څو ډيپوګانو دکشفولو خبر ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته