سیاست

دملي امنیت سلاکار د امریکا له دفاع وزیر سره په کتنه کې د همکاریو پر دوام او موثریت خبرې وکړې

کابل باختردوږي دمياشتې ١٧نيټه :
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د ملي امنیت شورا دفتر د غونډو په تالار کې د امریکا دمتحده ایالاتو د فاع وزیر ښاغلي جمیز متیس په مشرۍ له راغلي لوړ پوړي امنيتي پلاوي سره وکتل.
دملي امنيت دشوراسلاکاردفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر روزنه او تجهیز، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو پر دوام، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو له پاره پر امنیتي تدابیرو او د سولې د بهیر په اړه مفصلې خبرې وشوې.
دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د امریکا دمتحده ایالاتو د دفاع وزیر په مشرۍ راغلي پلاوي، ته چې د دغه هېواد د پوځ لوي درستیز جوزیف ډانفورډ سر بیره یو شمیر لوړ پوړي منسوبین پکې وو هرکلي ووایه.
حمدالله محب له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو پر دوام او په دې برخه کې د امنیتي سکتور د چمتوالي او برنامو په اړه مختصر معلومات شریک کړل.
د امریکا د دفاع وزیر ښاغلي جیمز متیس له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو له اقدماتو څخه قدرداني وکړه ده وویل، چې د امریکا متحده ایالات به د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او ملاتړ ته دوام او پراختیا ورکړي.
ښاغلي متیس ټینګار وکړ، چې د امریکا خلک او حکومت به د باثباته راتلونکي له پاره له افغانانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته