اقتصاد

دملي تدارکاتو کمیسیون د دوه نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۳قراردادونه منظور کړل

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډې تير ماښام په ارګ کې د دوه نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۳قراردادونه منظور کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د سالنګ تونل لپاره د ۲۰ کیلو ولټه شبکې او د ۲۲۰کیلوولټه سب سټیشن جوړول او نصبول، د پکتیا ولایت له احمدخېلو څخه تر قاسم‌خیلو پورې د ۳۳ کیلومترو دوه فازه سړک جوړول، د جبل السراج ـ محمودراقي تر نجرابه د سړک پروژې د بیې تعدیل، د کابل پروان دو څلورلارې، وزیرآباد، ګولايي خواجه بغرا، سره مینه او ګولايي پارک د سړکونو د زماني معیاد تمدید،  د حامد کرزي بین المللي، کندهار او مزارشریف د هوايي ډګرونو د امنیت د ټینګښت قرارداد تعدیل، د ملي اردو مرکزي ورکشاپ د وسایطو د اړتیا وړ ۳۴ قلمه پرزه جات، په ۱۰برخو کې د کورنیوچارو وزارت د سون توکو او اعاشې تدارک، د لوړ پوړو رجالو د امنیت او ساتنې ریاست د اړتیا وړ ۱۶قلمه البسه او همدارنګه په هندوستان کې د محصلینو دولتي بورسونو د تفاهم لیک تمدید تائید شول. 
دملي تدارکاتو کمیسیون د پوهنې وزارت دا وړاندیز چې د ښوونکو د روزنې د نوي درسي نصاب د ۲،۹میلیون ټوکه کتابونو قرارداد دې فسخه شي، رد کړ او وزارت یې موظف کړ چې قراداد ته دې دوام ورکړي، خو راتلونکي کې دې د درسي کتابونو تدارک د هېواد د کورنیو مطبعو له لارې ترسره کړي.
همدارنګه دملي تدراکاتو کمیسیون چې د اقینې بندر د اورګاډي کرښې تاسیسات او سړک جوړولو پروژه یې په پخوانۍ غونډه کې د تدارکاتو په مقید میتود تائید کړې وه، د فواید عامې وزارت د بل وړاندیز په اساس یې هغه د موضوع د استعجالیت په خاطر د واحدې سرچینې له لارې منظور کړه.
جمهور رئیس د فواید عامې وزارت په پروژو د بحث پر مهال دغه وزارت مکلف کړ چې د خپل وزارت د تدارکاتو د اصلاحاتو په برخه کې چټک اقدام وکړي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو، د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو د ارزونې ناظر پلاوي رئیس،  د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ولسې جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون، د پارلماني کاکس شفافیت، د سیګار ادارې او غوڅ ملاتړ د شفافیت څارونکو ګډون کړی وو.          

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته