سیاست

جمهور رېیس محمد اشرف غني ننګرهار ته سفر وکړ

جلال اباد باختر د چنګاښ د میاشتې ۱۰ مه
د هېواد جمهور رېیس محمد اشرف غني نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته ورسېد.
د باختر اژانس  د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛
تمه ده چې جمهور ريېس محمد اشرف غني به  د دغه  سفر په ترڅ کې د ختیځ زون په کچه د  زر بستریز روغتون د بنسټ د  ډبرې د  کېښودو ترڅنګ د دغه ولایت  له  مشرانو، دیني عالمانو، ښوونکو، ولسوالانو، وکیلانو، ځوانانو، د مدني ټولنو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، اصنافو،  او له نظامي او امنيتي مسوولانو سره بېلابېلې کتنې وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته