سیاست

دملي دفاع وزير په اروپا کې دامريکا دځواکونو له قوماندان سره وکتل

په هغې کتنه کې  چې نن دملي دفاع  دوزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ اوپه اروپا کې  دميشتو امريکائي ځواکونو دقوماندان جنرال هاردن ترمنځ دملي دفاع وزارت په مقر کې وشوه دافغانستان دامنيتي حالاتو او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په باب خبرې وشوې.دملي دفاع وزارت ويندوى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  په دې کتنه کې دملي دفاع وزير دهغو هيوادونو رغنده او ګټور فعاليتونه چې په افغانستان کې دتروريزم پرخلاف مبارزه کې کوي وستايل  او څرگنده يې کړه هغو برياليتوبونو ته رسيدل چې وکولاي شي په هيواد کې سوله تامين  اوددښمن بريدونه شنډ کړي هماغه  په معياري وسلو سره  دملي اردو سمبالول دي.

جنرال هاردن  دملي دفاع دوزير ددغو څرگندونو په تائيدولوسره دتروريستانو پرخلاف  مبارزه کې په مستقلانه ډول دمحاربوي فعاليتونو دلارښوونې په مقصد دملي اردو دښوونې او روزنې ، سمبالولو اوپرمختيا په برخه کې ده ته دهمکاري ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته