سیاست

دملي شورا دشپاړسم تقنيني پړاو دويم کال د حامدکرزي په وينا سره پيل شو

کا بل باختر دسلواغى اوله

د هيواد د ملي شورا نوى تقنيني کال نن د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي په خبرو سره پرا نيستل شو

د باختر د ا طلاعا تي اژانس دخبر له مخې : په هغې غونډه کې چې له همدى امله جوړه شوې وه ، د جمهوري رياست مرستيالانو ، د کابيني غړو، د ملي شورا ددواړو مجلسو نو رئيسا نو ، جهادي مشرا نو ، د افغا نستان د عالما نو دسرا سري شورا رئيس ، د سترې محکمې سرپرست ، په کا بل کې ددوستو هيوادونو ځينو سفيرانو او يوشمير کورنيو او بهرنيو ميلمنو برخه اخيستي وه .

دغونډې په پيل کې عبدالروف ا برا هيمي خبري و کړې ويې ويل: د هيواد ملي شورا خپل نوى تقنيني کال په داسي شرايطوکې پيلوي چې د هيواد په وړا ندې زيا تې ستو نزې پرتي دي

ده زيا ته کړه لا تر اوسه پورې د تروريزم ګواښ نه دى لري شوى او هره ورځ تروريزم له دغه مظلوم ملت څخه قرباني اخلي .

دغه را ز ده څرګنده کړه : په هيوادکې له قا نون څخه سرغړونه ، اداري فساد ، اود نشه يي توکو کرکيله او قا چاق دغه را ز دوام لري .

 ده بي وزلې ، بيچاره ګې او ورځ په ورځ زيا تيدونکى وزګارتيا هغه ستو نزې و بللي چې د افغا نستان خلک ورسره مخامخ دي

دغه را ز ده هيله و کړه چې نوى تقنيني کال پر ستونزو دبرياليتو ب کال وي .

 دغه را ز د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي په خپلو خبروکې په تير يوه کال کې دنظام برياليتو بونو ته اشاره و کړه ، تيرتقنيني کال يې د افغا نستان ملت لپاره له ستونزو ډک کال و باله او ويې ويل: په تيرکال کې د امنيتي ځواکو نو دپياوړتيا ، د اقتصادي او ټولنيزي پرمختيا او پرا ختيا لپاره اغيزمن ګامونه اوچت شوي دي .

ده په نړيوالو غونډواو کنفرا نسونوکې د افغا نستان دهميشنۍ ګډون يادونه و کړه ، وى ويل :د هيواد په تاريخ کې له ا مانې دوري وروسته د لو مړۍ ځل لپاره څه نا څه پنځه سوه تنه استادان او غوره محصلان هند او تر کيې ته د تحصيل لپاره استول شوي دي .حکو مت غواړي چې په بهرنيو پو هنتونونوکې د افغا نۍ محصلا نو د زد ه کړي اختصاصي بود جه په سلو کې سل زيا ته کړي او پنځه سوه مليونو افغا نيو ته يې ورسوي

جمهور رئيس حامد کرزي په دغو خبروکې په تيرکال کې اقتصادي ، سياسي ، ټولنيزو او فرهنګي برياليتوبونو ته اشاره و کړه زيا ته يي کړه : په روان کال کې دهيواد يو شميرجهادي ، ديني او فرهنګي شخصيتو نه ددښمنا نو له خوا ووژل شول. ددې خبر تفصيل وروسته خپريږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته