فرهنګ

دملي موزيم ويب سايت په فعاليت پيل وکړ

دملي موزيم ويب سايت نن داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دفرهنګي معينيت دسرپرست عمرسلطان له خوا پرانستل شو.

دباخترداطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې : دملي موزيم ويب سايت دامريکا دمتحده ايالاتو په مالي ملاتړ او د افغانستان دفرهنګ کور دمرکز په همکاري طرحه شوي دي اوپه نهو برخو کې په  دري ، پښتو او انګليسي ژبو خپروني کوي.

په هغو مراسمو کې چې له همدي امله په ملي موزيم کې پرځاى شوي وو  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معينيت سرپرست دملي موزيم لپاره  دويب سايت دارزښت په اړوند خبري وکړي  او دهغه فعاليت يې ارزښتناک ګام وباله.

ده دغه راز دهغو مرکزونو دهمکاريو له امله  چې دويب سايت دطرحه کولو  په برخه کې يې  کړي دي قدرداني وکړه.

دملي موزيم رييس عمراخان مسعودي دويب سايت دخپرونو دڅرنګوالې په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل ددغه ويب سايت  له لاري کولاي شو دنړۍ له موزيمونو سره دملي موزيم اړيکې تامين  کړو او دملي موزيم برخې نړيوالو ته وړاندې کړو.

په دغو مراسمو کې دملي موزيم  له کارکوونکي قدسيې ذهاب او له هغو کسانو څخه چې ددغه ويب سايت دطرحې او ډيزاين په برخه کې نه ستړي کېدونکې هڅې کړي دي قدرداني وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته