سیاست

دملګروملتو نوى استازي وټاکل شو

دملګروملتو  سازمان دافغانستان په چارو کې نوى استازي وټاکه.

دباختراطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دملګروملتو دسازمان سرمنشي بان کې مون يان کوبيس دافغانستان په چارو کې دخپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه .

 دسلواکيا جمهوريت دبهرنيو چارو پخواني وزير ياکوبيس  به ددسامبر په مياشت کې  دسويدني ديپلومات استيفان ميستورا ځاي ونيسي .

يان کوبيس دملګروملتو په سازمان کې نهه پنځوس کاله فعاليت کاوه چې په اروپا  کې دملګروملتو دسازمان داقتصادي کميسيون رياست يې وروستۍ دنده ده .

بان کې مون دروانې اوونۍ په لومړيو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له  جمهوررييس  سره دده دټاکنې په باب سلامشوره کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته