امنیت

دناتو دجنګي الوتکو دبريدونو له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناتو دجنګي  الوتکو دبريدونو له امله دوسله والو طالبانو دډلې په قوماندان عبدالاحد پورې اړوندلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دولس تنه نور طالبان چې دوسله والو طالبانو دډلې دقوماندان ملا عبدالمرجان پورې اړوند دى ټپيان شول .
دهلمند دوالي  وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه عمليات تيره شپه دناتو دځواکونو له خوا دهلمند ولايت دګرمسيرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې لس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا