امنیت

دناتو ځواکونو درې تنه ملکي وګړي شهيدان کړل .

کابل باختر د سلواغي اتمه
  په لوګر ولايت کې تيره شپه دناټو ځواکونو د ډزو له امله درې تنه  ملکي وګړي شهيدان شول .
په دې پيښه کې ديوې کورنۍ په دريو تنو غړو چې په تکسي موټر کې سپاره وو دامريکايي ځواکونو له خوا ډزې وشوې .
دبره کي برک ولسوال محمد رحيم امين باختراژانس ته وويل ددغې پيښې قربانيان په خپلو کې ورونه وو او له بره کي برک څخه بره کي راجان ته روان و چې په لاره کېدائتلاف دځواکونو له خوا ددوى دسپرلۍ په موټر ډزې وشوې او ووژل شول .
دائتلاف دځواکونو يوه خبرځاى دغه پيښه دناوړه تفاهم زيږنده وبلله او په دې اړوند يې دزياتو جزئياتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته