امنیت

د چهار آسياب له سېدانو غره څخه چاوديدونکي توکي کشف شول

کابل/ د تلې٢٠مه/ باختر
د کابل د١١١فرقې ځواکونو پرون ١٧ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي د کابل ولايت د چهار آسياب ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف کړل او په سيمه کې يې وچول.
د کابل د ١١١فرقې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د کابل د ١١١ فرقې ځواکونو په عملياتوکې ١٧ کيلوګرامه چاويدونکي توکي چې د غوړيو په ډبليوکې ځاى پرځاى شوي وو، د چهار آسياب ولسوالۍ د سېدانو غره له ساحې څخه کشف کړل او په سيمه کې يې وچول شول.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته