کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه
دهلمند ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې ديو کيلو متره سړک د قيرګولو کار بشپړ شو .
دناد علي ولسوال حبيب الله شملاني نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه سړک دناد علي ولسوالۍ دچاه ميرزايي سيمه دولسوالۍ له مرکز سره نښلولي دي
دده د څرګندونو له مخې دغه سړک يو کيلو متره اوږدوالې او اووه متره سور لري چې دانګلستان په مرسته د دوو مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت په تيرو دريو مياشتوکې په اساسي ډول قير شوي دي او ددغې سيمې ددوه زره کورنيو ترانسپورتي ستونزي يې لري کړي دي .