سیاست

دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزيرې د دولتي بنسټونو ترمنځ دهمغږۍ درامنځته کولو په موخه بغلان ته سفر وکړ.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٨
له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزيره ديو جګپوړي دولتي هيت په مشرۍ په يوه کاري سفر کې په داسې حال کې چې په ملي شورا کې دبغلان دخلکو ځينو استازو يې ملګرتيا کوله ، بغلان ولايت ته ورسيده .استول شوي هيت دبغلان له والي عبدالستار بارز سره له کتنې وروسته دغه ولايت ته دخپل کاري سفر موخه دنشه يي توکو پرخلاف اغيزمنه مبارزه کې د دولتي بنسټونو ترمنځ دهمغږۍ رامنځته کولو او دنساجۍ دبريښنا دبند د دستګاه دترميمولو او بياجوړولو دپروژې اقتصادي او ټولنيز اغيزمنتوب څيړنه وبلله د بغلان ولايت دفتر رييس عزيز الرحمن عزيز دڅرګندونو له مخې هيت دبغلان له والي سره له کتنې وروسته دنساجۍ دبريښنا دبند دکاسې بيلابيلې برخې وکتلې او دبند د دروازو دترميمولو په کار کې يې دنساجۍ د بريښنا د بند د دستګاه دمشرتابه هيت او مسوولينو د زړه سواوند هڅو له امله قدرداني وکړه .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا