اقتصاد

دنمارک په هلمند ولايت کې دخپلو مرستو په دوام ټينګار وکړ

ددنمارک دوو تنو وزيرانو دهلمند ولايت ته دسفر په ترڅ کې له افغانستان سره دخپل هيواددمرستو په دوام باندې ټينګار وکړ .

 دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: ددنمارک دبهرنيو چارو او دنړيوالې پرمختيايي ادارى وزيرانو پرون دهلمند ولايت ته په سفر کې  دلښکرګاه ښار دپوليسو  روزنيز مرکز وکوت او له افغانستان سره يې دخپل هيواد دمرستو په دوام باندې ټينګار وکړ .

 دغو وزيرانو په هغې کتنه کې چې  دهلمند له والي محمد ګلاب منګل  سره يې وکړې  څرګنده کړه تر ٢٠١٤م کال پورې په افغانستان  په تيره بيا په هلمند ولايت کې خپل پوځي شتون پاى ته رسوي، خو له افغانستان سره به په پرمختيايي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي

 په دې کتنه کې دهلمند والي محمد ګلاب منګل وويل،  په هلمند ولايت کې دغو وزيرانو څرګنده کړه چې دکرنيز سيستم په ميکانيزه کولو ،دنشه يي توکو پرخلاف   مبارزه ، دپوليسو  په روزلو اوسمبالولو او دروغتيايي او پوهنې دخدمتونو په پراخولو کې له دغه ولايت سره مرسته کوي .

  څو ورځې مخکې دامريکا دبهرنيوچارو وزارت مرستيال دغه ولايت ته ديولنډ سفر په ترڅ کې ددغه ولايت له يو شمير ځوانانو سره خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته