کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣ :
درې سوه درې اتيا نجونې او هلکان له زده کړو وروسته نن دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ دښوونکو دروزنې له مرکز څخه فارغ شول.
دغو ځوانانو ددوو کلونو لپاره زده کړه کړې ده.
دچپرهار دپوهنې مدير عظيم خان نايل دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه فارغان له دې وروسته دتعليمي مرکزونو دپياوړتيا په خاطر په ښوونځيو اوديني مدرسو کې دښوونکو په توګه جذبيږي .