امنیت

دننګرهار ولايت داستيناف محکمې رييس له يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتي شو

دننګرهارولايت داستيناف محکمې رييس عبدالقيوم نن سهارله يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتي شو.

په دې پيښه کې د ده درې تنه ساتونکي ټپيان شول.

دننګرهار  دوالي ويندوى احمدضيا عبدالزى  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دى دپچير اواګام  او دچپرهار ولسوالۍ په لاره کې دخپل دفتر په لور روان  و چې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا  ورباندې بريد وشو او روغ رمټ پاتي شوي.

په دې پيښه کې دده درې تنه ساتونکي ټپيان شوي دي.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او ډاکترانو ددوى روغتيايي حالت ښه بللي دي.

په دې پيښه کې دوسله والو مخالفينو موټر دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ددغې پيښې په اړوند تراوسه پوري څوک نه دى نيول شوي او څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته