امنیت

دننګر هار دفارم دوه تنه کارکوونکې او دوه تنه پوليس ووژل شول

دننګرهار د کانال رياست دوه تنه کارکوونکي له دوو پوليسو سره پرون په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول

دننګرهار د کانال رييس انجنير حکيم د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل : چې دغه کار کوونکي له دوو تنو پوليسو سره کله چې ددغه کانال ددريم فارم  سا حه يې  کتله دنا پيژندل شويو وسله والو افر ادو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول.

ديادونې وړده يوه اوونۍ مخکې هم ددغه ولايت دګمرک يو تن کارکوونکې په همدغه ځاى کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو او درې تنه نوريې وتښتول شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته