امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
دهيواد دامنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ترسره شول شپاړلس  تنه ياغي طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
دغه عمليات چې د ملي اردو او ملي امنيت دځواکونو په  همکارۍ   د ننګرهار ، ارزګان ، لوګر، غزني ، پکتيا، هرات او د نيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې پيل شوي وو   يوسلو شل  تنه وسله وال طالبان ووژل شول پنځلس  تنه ياغي  ټپيان  او ديارلس تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
دغه عمليات ددغو ولايتونو په مربوطاتو ديرغلګرو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد پيل شوې وو   او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دپوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دملي پوليسو ځواکونو يوولس ماينونه  د زابل ، ميدان وردګو ، پکتيکا ، فراه او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې چې دوسله والو مخالفينو له  خوا نوي ښخ  کړى شوي وو ترلاسه او شنډ کړل .
دغه راز  دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو  پرون دکابل ښار دڅلورمې او پنځمې امنيتي حوزې  په  مربوطاتو کې شپږ  تنه دغلا او  دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته