امنیت

دنورستان په عملياتو کې لس ته وسله وال طالبان ووژل شول

افغان سيمه ييز مسوولين په نورستان ولايت کې دوسله والو طالبانو پرخلاف دپراخو پوځي عملياتو دپيل خبرورکړ.

دترلاسه شويو رپوټونوله مخې دغه عمليات دسرحدي پوليسو او دملي اردو دځواکونو له خوا دناټو دځواکونو دالوتکو په ملاتړ په کامديش ولسوالۍ په هغه ځاى کې چې ويل کېږي طالبان پکې زيات نفوذ لري پيل شول او وسله والو مخالفينو ته يې دسرزيان هم اړولي دي .

په هغې خبرپاڼه کې چې دنورستان ولايت خپور کړي دي ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پوري لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دافغان ځواکونو اوملکي وګړو دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوي .

امنيتي مسولين وايي چې دغه عمليات په دغې سرحدي ولسوالۍ کې دطالبانو دټولو ځالو ترله منځه وړو پوري دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته