امنیت

دهرات دلومړى حوزې دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمرپه بند محکوم شو .

کابل باختر دلړم  نولسمه :
دهرات ښار دلومړى امنيتي حوزې دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر پرون ديوکال  او شپږ و مياشتو بند په سزا محکوم شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،دهرات ښار دلومړى امنيتي حوزې دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر له دندې څخه په ناوړې استفادې په تور داداري فساد د محکمې له خوا په يوکال او شپږو مياشتو بند په سزا محکوم شو .
داداري فساد پرخلاف دمبارزې جرمونو دابتداييه محکمې په علني قضايي غونډه کې چې دقضاوتيار عبدالهادي وثيق  په مشرۍ جوړه شوه له خپل جرمي شريک سره محاکمه  شو چې په نتيجه کې له خپل جرمي شريک  سره هريو په يو کال او شپږو مياشتو بند په سزا محکوم شول .
دغه راز په دې غونډه کې دهرات دجيل مديريت په توقيف خونې مرستيال له دندې څخه دناوړې استفادې په تور په اتو مياشتو تنفيذي بند په سزا محکوم شو.  ديادونې وړ ده چې دمجرمينو داستيناف غوښتنې حق  خوندى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته