ورزش

دهيواد سنوکر بازان له خپلو هندي اوالماني سيالانو سره سيالي کوي

دافغانستان دسنوکر دملي ټيم ورزشکاران نن داندوراي  په ښارکې له الماني اوهندوستاني ورزشکارانوسره سيالي کوي .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  دافغانستان دسنوکر لوبغاړي محمدرييس له الماني  لوبغاړي  اوافغان ورزشکار صالح محمد دهندوستان له ورزشکار سره سيالي کوي .

دغه نړيوالې سيالۍ دنړۍ له درې څلويښتو هيوادونو څخه ددرې اتيا تنو ورزشکارانو ترمنځ دهندوستان  په اندوراي په ښارکې پيل شوي دي.

دمحمد عزيز عظيمي دمعلوماتوله مخې دغه سيالۍ چې دليندي دمياشتي له شپږمې نيټې څخه پيل  شوي دي پنځه ورځې نوري به دوام وکړي .

خبرځاى  ددغو  دوو تنو ورزشکارانو ددرې ورځنيو لوبو دنتيجو يادونه وکړه او ويي ويل  په لومړۍ لوبه کې چې دليندي په اوومه نيټه ددوشنبې په ورځ ترسره شوه محمد رييس خان ددوو په مقابل کې  په څلوروسر ه پاکستاني ورزشکار ته ماتي ورکړه  او صالح محمد لوبه دايراني ورزشکار په وړاندې وبايلله

دليندي په اتمه نيټه صالح محمد ددوو په مقابل کې په څلور سره  اتريشي لوبغاړي ته ماتې ورکړه لاو محمدر ييس دصفر په مقابل کې په څلوروسره په انګليسي ورزشکار بريالي شو او دتيرماښام په لوبه کې صالح محمد دصفر په مقابل کې په څلورو سره دروسيې لوبغاړي ته ماتې ورکړه او رييس خان ددوو په مقابل کې  په څلور سره استراليايي ورزشکار ته لوبه وبايلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته