کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دسمنګانو ولايت دسپين ږيرو دشورا رييس اوددغه ولايت ملي او ټولنيز شخصيت الحاج سيد محمد اقبال نن دشپږ اويا کلني په عمر په حق ورسيد .
دارواښاد دجنازې دښخولو په مراسمو کې د سمنګانو ولايت مشرتابه هيئت او ملکي او پوځي کارکوونکو او دسمنګانوولايت دشپږګونو ولسواليو او دګاونډيو ولايتونو ملي او وګړنيو شخصيتونو ګډون کړي و .
ارواښاد سيد محمداقبال دهيواد دملي او مخورو شخصيتونو له جملې څخه و چې دخپل ژوند په دوره کې يې ښه سيالۍ او ټولنيز خدمتونه ترسره کړل چې په همدې دوو دليلونو دشمال دعام وګړو او دافغانستان دزياتو خلکو داعتماد او درناوي وړ و .
ارواښاد په ١٣١٥کال کې دسمنګانو دمرکز ايبکو ښار په زاړه ښار کې په يوه روحاني کورنۍ کې وزيږيد . او په ١٣٣٧ کال کې له ښوونځي څخه له فراغت وروسته ديو بانفوذه سياسي او ټولنيز شخصيت په توګه دخلکو خدمت ته وروډانګه .
ارواښاد دخپل خدمت په اوږدو کې دملي شورا په څلورمه دوره کې دانتصابي سناتور په توګه ، دسمنګانو دوالي دمرستيال ، داهل عقد دشورا دغړي ، دبيړني لويې جرګې دانتخابي غړي ، داساسي قانون دلويې جرګې دغړي او دسمنګانو ولايت دسپين ږيرو دشورا درييس په توګه يې دنده ترسره کړي دي .
دهيواد دخپلواکي دبيرته ترلاسه کولو داويايمې کاليزې مډال او د ١٣٨١ کال دلويې جرګې مډال يې ترلاسه کړى دى .
دولايت مشرتابه هيئت دده مرينه دسمنګانو او دافغانستان خلکو ته ستره ضايعه بللې ده او دلوى خداى ( ج ) څخه دارواښاد پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کړې ده .
2 1 دقیقه لوستل