ټولنه

د هيواد وياند او خبريال جان آقا الکوزى وفات شو

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د هيواد وياند او خبريال جان آقا الکوزى وفات شو .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي، د الکوزي د مړينې له امله د هيواد د رسنيو کورنۍ او د اروښاد دوستانو او خپلوانو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې چې په دې اړوند د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ زياته کړه: ((جان اقا الکوزى کلونه کلونه خلکو ته د خبر رسولو په لاره کې په دولتي او خصوصي رسنيوکې کار وکړ او په پاى کې د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د ٨٥ کلنى په عمر وفات شو.
د ده د مړينې له امله د ده کورنۍ، دوستانو او خپلوانو او د هيواد د رسنيو کارکوونکو ته د ډادګيرنې مراتب څرګندوم او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته