امنیت

دهيواد په بيلابيلو ولسواليو کې تراوسه پوري نږدي لس زره تنه دسيمه ييزو پوليسو له ليکوسره يوځاى شوي دي.

دکورنيو چارو وزارت په پام کې لري دهيواد په نهه نوى ولسواليو  اونهه ويشتو ولايتونو کې څه ناڅه ديرش زره تنه دسيمه ييزو پوليسو په توګه جذب کړي.

دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر مرستيال ډاکتر نجيب الله  نيکزاد په دې اړوند دباختر اطلاعاتي اژانس  خبريال ته وويل په نهه نوى ولسواليو او نهه ويشتو ولايتونو کې دنهه ويشتو زرو نهه سوه پنځه ويشتون تنو په کميت دسيمه ييزو پوليسو دثبتولو  او ر اجستر کولو بهيردوام لري .

نيکزاد زياته کړه تراوسه پوري  نږدي زر تنه سيمه ييز پوليس ثبت اوراجستر شوي او ترروزنې لاندې دي.

ده زياته کړه  نور ثبت شوي کسان دازمايښتونو دلارو چارو له  زده کړي وروسته په اجرائيوي  دندو ګومارل  کېږي .

نړيواله ټولنه دافغانستان دملي پوليسو دتجهيزاتو او دنورو اړتياو مرسته کوي.

دغه مرستي لومړي دکورنيو چارو وزارت په واک کې ورکول کېږي او وروسته له دې لاري دسيمه ييزو پوليسو مرکزونو ته ليږل  کېږي .

ډاکتر نيکزاد په ناامنو سيمو کې دسيمه ييزو پوليسو شتون ګټور وباله او ويې ويل اوس په يوپنځوسوولسواليو  او دمعلوماتو په دوو مرکزونو کې سيمه ييز پوليس شته چې له شک پرته دهيواد دسولې او ارامي ددښمنانو پرخلاف مبارزه کې ډير  ارزښتناک اوګټور دي .

ده زياته کړه زيان منوونکوسيمو دڅيړنې اود دښمنانو ددسيسو دشنډولو په لاره کې يې جدي امنيتي تدبيرونه نيولي دي.

دافغانستان امنيتي منسوبين په تيره بياي دملي پوليسو ځواکونو تل هڅه او هاند کوي چې ددښمنانو دورانکارو او تروريستي فعاليتونو شنډکړي.

له همدي امله دکورنيو  چارو وزارت  په زيان  منوونکو سيمو کې دپلټنې ځايونه او امنيتي اوکنترولي پوستي په ښه توګه سمبال کړي دي  چې زموږ هيوادوال وکولاى شي په ډاډ سره به خپل  کار  او ژوند ته دوام ورکړي  او ددښمنانو هرډول ګواښونه به  په اوبولاهو کړي .

دده څرگندونوله مخې دملي اوسيمه ييزو پوليسو دروزنې اوښه سمبالولو په لاره کې هڅه او هاند دهيواد دکورنيو چارو وزارت دلومړينوپروګرامونو له جملې څخه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته