فرهنګ

دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٧ کاليزې په مناسبت دصدارت په بڼ کې دمشاعرې غونډه جوړه شوه

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٧ :
دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٧ کاليزې په درناوي تيرماښام  د جمهوري رياست   دلومړي معاونيت دمقام ددفتر درياست  په نوښت دصدارت په بڼ کې دمشاعرې غونډه  جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په دې غونډه کې  په همدې مناسبت د جمهوري رياست دلومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم  پيغام  د جمهوري رياست دلومړي معاونيت دمقام ددفتر درئيس ډاکتر عنايت الله بابرفرهمند له خوا ولوستل شو.                                                               
د جمهوري رياست دلومړي مرستيال په پيغام کې دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٧ کاليزې  په مناسبت دافغانستان خلکو ته مبارکي ويل شوې ده  او څرګنده شوې ده چې دهېواد خپلواکي او آزادي نن  دپرديو مزدورانو او  زموږ دخلکو دسولې او آرامۍ ددښمنانو له  ګواښ اوتيري سره مخامخې شوې دي. زيات کلونه کيږي  چې ددې هېواد  رښتيني اوميړني بچيان  چې  زموږ دهېواد  په دفاعي او امنيتي ځواکونو کې يې دمبارزې ملاتړلې ده  ، دهېواد دخپلواکۍ ، آزادۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع کوي.
ددغه پيغام په يوه بله برخه کې ويل شوي دي ؛  چې دافغانستان دخلکو يووالى اوپيوستون دتيرو کلونو په شان  ددښمن اراده او عزم ماتوي  او دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت دبرياليتوب اوپرمختګ واټونو ته رسوي او معلومه ده  چې له امله به يې خلک  نيکمرغۍ اوسوکالۍ ته ورسيږي او هېواد دآبادۍ ، پراختيا  او دهميشنۍ پرمختيا مجال پيدا کوي.
وروسته   دغونډې برخه وال دهېواد دخپلواکۍ  د نمانځنې څلي ته چې دصدارت دماڼۍ  په يوه  ګوټ کې په يوه  شنه  او له ونو ډګه فضا کې  جوړ شوى دى  ، وبلل شول  او دهېواد ددرې رنګه او ښکلي بيرغ  په رپولوسره له دغه يادګاري څلي څخه پرده پورته شوه.                                                                   
  دپروګرام بله برخه دهېواد شاعرانو ته اختصاص کړاى شوې وه او دهېواد  له  بيلابيلو قومونو څخه يوشمير شاعران دغه پروګرام ته بلل شوي و.
شاعرانو ته په ترتيب سره بلنه ورکړاى شوه چې په همدې مناسبت خپل شعرونه وړاندې کړي.
شاعرانو  په پښتو ، ازبکي ، فارسي ، پشه يي ، بلوچي  او ترکمني ژبو خپل شعرونه  چې په هغو کې دهېواد دخپلواکۍ او آزادۍ دلارې دمبارزينو برياليو  حماسو ته اشاره شوې وه ،  حاضرينو ته وړاندې شول   چې له تاوده هرکلي سره  مخامخ شول.
غونډه   له شاعرانو اوبرخه والو څخه د ډاکتر عنايت الله بابر فرهمند په مننې سره پاى ته ورسيده.
د جمهور ي رياست دلومړي معاونيت دمقام ددفتر رئيس په پاى ته رسيدونکي وينا کې دهېواد له شاعرانو اوفرهنګيانوسره  ژمنه وکړه چې له دغې تجربې څخه دعبرت ددرس په اخيستلو سره دغه شان غونډې  چې په حقيقت کې  زموږ دګران هېواد بډاى فرهنګ ته درناوى  دى ، دوام  کوي چې  زموږ دهېواد دفرهنګ  پرتم بيا احيا شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته