فرهنګ

دهېواد دخپلواکۍ په درناوي په کابل کې هنري او فرهنګي پروګرامونه عملي کيږي .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دهېواد دخپلواکۍ  دبيرته  ترلاسه کولو اوو نوي يمه کاليزه په کابل کې دهنري  اوفرهنګي پروګرامونو سره  نمانځل کيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دافغانستان دمدني ټولنې دفدراسيون مسوول او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملي ارشيف ، ملي موزيم ، ملي تياتر اوموسيقۍ  درياستونو مسوولينو دکابل دبابر شاه بڼ  له مسوول سره نن په يوه خبري غونډه کې خپل  هغه پروګرامونه چې دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دجشن په  درناوي دپنجشنبې او جمعې دورځو عملي کوي  بيان کړل .
  ټاکل شوې ده دغه پروګرامونه چې دتاريخي اثارو ، عکسونو ، دشاه امير امان الله خان دفرمانونو ، دشاه امان الله خان د دوران دبانکنوتونو  نندارتون ، تياتر او دموسيقۍ کنسرت  پکې شامل دي په ملي ارشيف  ، ملي موزيم ، کابل نندارې  او دلارامان په ماڼۍ ، بابر شاه بڼ  ، دپغمان په تاق ظفر  او دپغمان په ماڼۍ  کې ددو ورځو  لپاره ترسره شي .
په دې خبري غونډه کې دافغانستان  دمدني ټولنې دفدراسيون رييس صديق   منصور انصاري په هېواد کې په جګړه کې له ښکيلو لورو څخه وغوښتل چې دهېواد دخپلواکۍ دجشن په درناوي دې ددغو پروګرامونو دجوړولو په ورځو کې له جګړې څخه ډډه وکړي .
په دې غونډه کې دملي ارشيف رييسې  معصومې نظري  دلومړي  ځل لپاره دشاه امان  الله دبانکنوتونو او فرمانونو او ددغه باچا ددوران دنورو تاريخي او دانځور ګري داثارو نندارتون جوړوي او دغه نندارتون چې په ملي ارشيف کې  جوړيږي ددوو ورځو لپاره دټولو هېوادوالو پرمخ پرانستى دى .
دغه راز دملي موزيم  رييس محمد فهيم رحيمي وويل چې ټول هېوادوال کولى شي د ملي موزيم اثارو په وړياډول وکوري .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملي موسيقۍ رييس احسان الله  هم خبرې وکړې او ويې ويل چې تراوسه پورې ددغه رياست هنرمندانو څو حماسي سندرې دهېواد دخپلواکۍ دجشن  په مناسبت ثبتې کړي دي او دغه راز دپنجشنبې  او جمعې په ورځو دپغمان په ماڼۍ او په بابر شاه بڼ کې ژوندي  کنسرتونه ورکوي .
وروسته دملي تياتر رييس سيد منصور رحماني وويل چې ددغه رياست  هنرمندان هم تمثيلي پارچې اجرا کوي او دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دسند دلاسليک  صحنې هم تمثيلوي .
ددغې غونډې په پاى کې د بابر شاه بڼ مسوول محمد شاه وردګ هم وويل چې په دغو ورځو کې دبابر شاه بڼ د هېوادوالو پرمخ پرانستى دى او دغه پروګرامونه دافغانستان د مدني ټولنې دفدراسيون او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دملي ارشيف ، ملي تياتر ، ملي موزيم او موسيقۍ  درياستونو او دبابر شاه بڼ په نوښت ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته