ټولنه

دهېواد دشمال دسوداګرو دستونزو دحل کولو ژمنه وشوه.

کابل باختر دسلواغې  شپږمه :
دصنعت اوسوداګرى وزارت  سرپرستې  دهېواددشمال دسوداګرو دستونزو دلرې کولو په برخه کې  دهمکارى ژمنه وکړه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  دصنعت اوسوداګرى  وزارت سرپرستې  کاملې صديقي  چې نن د سوداګرو دحالت دڅيړنې او دهغوى دستونزو  دحل کولو په مقصد  دمزارشريف ښار ته  سفر وکړ ، په يوه غونډه کې دحيرتانو بندر له لارې  چې دازبکستان اوافغانستان  ترمنځ  موقعيت لري دهغوى د سوداګريزو کارونو په برخه کې دهېواد دشمال  دسوداګرو ستونزې واورېدې او دسوداګرو له لارې څخه  دننګونو دلرې کولو لپاره يې  دهمکارى ژمنه وکړه 
دغه راز  دهېواد دشمال  يوشمير سوداګرو په بلخ ولايت کې  دامنيتي کمربندونو  دغير قانوني پيسو اخستنې  ،  ګران پلورنې او د اقينې بندر  دګمرک په نسبت  چې دترکمنستان له هېواد سره ګډه  پوله لري  دحيرتانو ښارګوټي  داوسپنې  پټلۍ  دخدمتونو دادارې په واسطه  په غير قانوني ډول  دپيسو داخستلو او دهېواد دسوداګرو ښځو دمحصولاتو لپاره دپلورنې دبازار دنشتوالي له پلوه دسوداګرى وزارت ته شکايت وکړ .
په دې غونډه کې  دصنعت اوسوداګرى وزارت  دسوداګرى دپرمختيا  مسوول برمل جريان په هېواد کې دسوداګرو دعمومي حالت   په تيره بيا دهېواد دصادراتو په باره کې  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې د٢٠١٨ ميلادي کال په لومړيو نهو مياشت کې دهېواد له صادراتو څخه ترلاسه شوي عوايد دتيرکال دهمدې مودې په پرتله  په سلو کې کابو  نولس  زيات شوي دي .
  ختم_ ف +_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته