سیاست

جمهوررئیس غني: زموږ د ټولو دنده دا ده چې سوله له هیلې څخه په حقیقت بدله کړو

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١١ مه
استاد محمدکریم خلیلي نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې رسماً د سولې عالي شورا د رئیس په توګه معرفي شو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، قاضي‌القضات او د سترې محکمې رئیس، یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د سولې د عالي شورا غړو هم ګډون کړی وو، په پيل کې جمهوررئیس له استاد محمدکریم خلیلي څخه مننه وکړه چې د سولې د عالي شورا مسوولیت یې ومانه، وې ویل: د مسلمان په توګه مو دنده ده چې سوله له هیلې څخه په حقیقت او دوامدارې لاسته راوړنې بدله کړو.
هغه د شهید استاد برهان‌الدین رباني او ارواښاد پیرسیداحمد ګیلاني روح ته د دعا تر څنګ په هېواد کې د سولې په ټینګولو کې د هغوی هڅې وستایلې.
جمهوررئیس وویل: زموږ د ټولنې ناورین دا دی چې زموږ ستر ملت قوي دولت نه درلود او تر هغو چې په دې هېواد کې قوي دولت رامنځته نشي، پایداره سوله به ونه لرو.
هغه زیاته کړه، قوي دولت د شخصي قدرت په معنا نه دی، بلکې د قانون حاکمیت، د اساسي قانون تطبیق او د هر افغان سره د بل افغان د مساواتو تامینول دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، سوله د بندو دروازو تر شاته نشي کېدای. د سولې پروسه باید د یو ملي سرتاسري بحث په اساس په ملي اجماع بدله شي چې ټول د جنګ بیه او د سولې ښېګڼې محاسبه کړای شو.
جمهوررئیس وویل، د اوسنۍ وضعې درې اړخونو ته باید پام وشي: لومړی سیاسي او روحي اړخ چې له مخې یې منځمهالی او اوږدمهالی فکر وکړو، دویم اړخ دا دی چې د جنګ بڼه بدله شوې ده او موږ د تروریستي شبکو تر برید لاندې یوو، درېیم اړخ د جنګ سیمه‌ییز عوامل دي چې دغې برخه کې باید نتیجې ته ورسیږو.
جمهوررئیس له حزب اسلامي سره د سولې مذاکرو د موډل په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دغه مذاکرات لومړی بین الافغاني وو، دویم د مذاکراتو چوکاټ د افغانستان اساسي قانون و، درېیم بهرنی منځګړی په کې نه و، د سولې پروسه په مطلق ډول بین الافغاني وه او څلورم په دې برخه کې د سولې د عالي شورا نقش جوت و. هغه زیاته کړه چې کابل ته د انجنیر ګلبدین حکمتیار په راتګ سره ثابته شوه چې کابل له موږ ټولو پورې اړه لري او افغانستان د ټولو ګډ کور دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، په یوې خپلواکې ټولنې کې سیاسي مباحثې طبیعي دي، خو د جنګ په ځای چې هر ډول سیاست د هغه ځای نیسي او د ملي ګټو په چوکاټ کې وي، زموږ لپاره د منلو وړ دی.
محمداشرف غني د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو میړانه او سرښندنې وستایلې وې ویل، زموږ افغانانو د قوت غلطه محاسبه مه کوی، دا د ایمان او د ملي ارادې قوت دی. هغه زیاته کړه:  هغه جرړې چې زموږ حوصله لوړه ساتي او په لوړو موخو مو تمرکز ته رابولي، زموږ د سلو نسلونو د قربانیو پایله ده.
هغه وویل، د سولې د راتګ او پایدارې سولې ترمنځ باید فرق وشي، ځکه سوله کول یوه ځانګړې پروسه ده او له هغې ساتنه بله پروسه ده.
جمهوررئیس د سولې د عالي شورا د نوي مشرتابه له غړو وغوښتل چې دا شورا دې په درې اجماعو کار وکړي، ټولنیزه اجماع چې د کورنۍ په ګډون ټول اقشار رانغاړي، سیاسي اجماع چې پارلمان، ګوندونه، علما، جهادي شخصیتونه او د مدني ټولنې بنسټونه رانغاړي او امنیتي اجماع چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بنسټي او مسلکي کول دي.
جمهوررئیس د خبرو په پای کې وویل، بې اتفاقي، ناامني او د زهرجنې فضا رامنځته کول د ملت په ګټه نه دي.
ورپسې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس ډاکټر محمداکرم خپلواک د سولې د عالي شورا د رئیس د تقرر په اړه د جمهوررئیس غني فرمان ولوست.
د دغه فرمان له مخې، استادمحمدکریم خلیلي د سولې عالي شورا د رئیس په توګه، عزیزالله دین محمد، مولوي عطا الرحمان سلیم، سردار محمدنادر نعیم، مولوي عبدالخبیر اوچقون او ډاکټره حبیبه سرابي د مرستیالانو، مولوي قیام الدین کشاف د ستر غړي، قاضي محمدامین وقاد د شورا د عامه پوهاوي د کمېټې د رئیس، اسدالله وفا غړی او د شورا سلاکار، عطاالله لودین، عبدالحکیم مجاهد، محمداسماعیل قاسمیار، صدیقه بلخي، حسینه ساپۍ د شورا د سلاکارانو، مولوي محی‌الدین بلوچ د ولایتي چارو د کمېټې د رئیس، رئیس عبدالواحدباغران، قاضي حبیب الله فوزي او سید عبدلقادر ګیلاني د شورا د غړو او سلاکارانو، ولي نعیمي د شورا د دفتر د رئیس، امین‌الدین مظفري د شورا د منشي، محمدقاسم حلیمي او فرحت عظیمي د اجرائیه غړو په توګه، حاجي نورالله غړی او د شورا سلاکار انجنیر فرهاد الله فرهاد د دارالانشا د مرستیال په توګه وټاکل شول.
همدارنګه د دغه فرمان په اساس پوهاند نعمت الله شهراني، سید محمود دقیق، محمد نعیم کوچی، مولوي محمدعثمان سالک‌زاده، محمدامین طارق، فضل کریم ایماق، پیرمحمدروحاني، مولوي محمدطاهر جوره، محمداکبري، مولوي یادګار سیفي، ملا تاج محمد مجاهد، ملا عبدالسلام راکټي، عبدالخالق حسیني پشه‌يي، محمد هاشم پولاد، مولوي شفیع الله نورستاني، حاجي امان الله اتمانزی، موسي خان هوتک، سناتور امان‌الله عظیمي، عبداللطیف مراد، څارنوال علي احمد خان، حاجي امان الله، حسین سنګردوست، جماهیرانوري، ملالۍ شینوارې، شفیقه حبیبي، اصیلاوردګ، وږمه فروغ، شهیلا فرید، پلوشه حسن، ماریا اکرامي، مولوي عبدالغني، ګلالۍ نور ساپۍ، محمد داوود خان شهیدزوی، جمال الدین بدر، عبداللطیف ابراهیمي، مهتاب الدین طارق زارع، مومن ملاخیل او ډاکټر بشیرفاروق د سولې د عالي شورا د مجمعې د غړو په توګه تقرر ترلاسه کړی دی.
ورپسې د سولې عالي شورا رئیس محمدکریم خلیلي د سولې باره کې د جمهوررئیس له هڅو او په هغه باندې د جمهوررئیس له باور څخه مننه وکړه وې ویل، هیله لرم چې زموږ د هېواد توپان ځپلۍ کښتۍ د جنګ او وراني حالت څخه را ووځي او د سولې، امنیت او سوکالۍ ساحل ته ورسېږي.
استاد خلیلي ټینګار وکړ چې موږ تر هرڅه زیات سولې او د جنګ پای ته رسولو ته اړتیا لرو، هغه وویل، په ټول توان او ځواک به په هېواد کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره هڅه کوو. هغه زیاته کړه، سوله د جنګ په حال کې وسله‌والو مخالفانو ته د امتیاز ورکولو په معنا نه ده او نه هم د دولت مخالفانو ته د تسلیمۍ معنا لري.
استاد خلیلي زیاته کړه: سوله د ګټلو او بایللو لوبه نه ده چې دولت او وسله‌وال مخالفان هغه ونه مني، سوله یو بریالیتوب دی او د دواړو غاړو ترمنځ د ګټې، ګټې تعامل دی چې بایلونکی نه لري او د قران کریم په تعبیر سوله هغه لار ده چې د دواړو غاړو خیر په کې نغښتی دی.
استاد کریم خلیلي د سولې د عالي شورا د ټولو غړو په ځانګړي ډول د شهید استاد برهان الدین رباني چې خپل ځان یې په دغه لار کې قربان کړ او د اروښاد پيرسیداحمد ګیلاني هڅې وستایلي.
استاد خلیلي وویل، د سولې پروسې سره د حزب اسلامي یو ځای کېدل بې له شکه د دولت او ملت لپاره ستر بری و.
هغه د سولې عالي شورا کړنې په ټولو کچو کې مهمې وبللې وې ویل، مالي شفافیت او په مذاکراتو او موافقتنامو کې شفافیت مهم موضوعات دي چې موږ به پرې تمرکز وکړو. 
د سولې عالی شورا رئیس د حکومت له مشرتابه او جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د سولې عالي شورا هر اړخیز ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه، د حکومت د مشرتابه او مسوولانو له معنادارې، همغږۍ او منسجم ملاتړ پرته د سولې عالي شورا کوم کار په مخ نشي وړلی.
هغه همدارنګه د له جهادي رهبرانو، ملي او سیاسي شخصیتونو، د ملي شورا له وکیلانو، سیاسي جریانونو، مدني ټولنې او د بشري حقونو او د ښځو حقونو مدافع بنسټونو او د ټولنې له ټولو پاړکو څخه وغوښتل چې د سولې د عالي شورا ملاتړ وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته