کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
دهېواد دفوټبال ملي ټيم داسيا دملتونو دجام دمقدماتي پړاو په دويمه سيالۍ کې دکمبوديا دفوټبال له ملي ټيم سره لوبه کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه لوبه دافغانستان په وخت د مازيګر په څلوروبجو په کمبوديا کې ترسره کيږي .
دهېواد دفوټبال ملي ټيم دويتنام دفوټبال له ټيم سره لومړى لوبه ديوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله .
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم په دې پړاو کې دکمبوديا ويتنام اواردن له ټيمونو سره لوبې کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ