سیاستخبرونهTOPټولنه

د حج ملي کمېټې د رياست الوزرا د اداري مرستيال په مشرۍ غونډه وکړه

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د ریاست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د حج ملي کميټې غوڼده د یادې کمیټې د غړو په ګډون ترسره شوه.
د ارشاد،حج او اوقافو سرپرست شیخ نور محمد ثاقب په دغه غونډه کې د ۱۴۴۵ ه-ق کال د حج پروسې د اجرااتو مفصل راپور وړاندې کړ.
په غونډه کې همدارنګه د حاجيانو د غوره لېږد او د دوی د امنيت د تامين، د هوايي شرکتونو په وسیله د دوی د‌ پروازونو د تنظیم، د‌ استوګنې او روغتیايي اسانتیاوو او خدماتو د برابرولو، حاجيانو ته د حج مناسکو د تعليم او د‌ حاجیانو د‌ پیسو د انتقال په موخه د بانکونو تر منځ د همغږۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو تر هراړخيزې ارزونې او بحث وروسته لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته