فرهنګ

دهېواد لومړۍ ميرمن : څارندويان افغان ماشومانو او ځوانانو ته دوحدت او همکارۍ روحيه ور زده کوي

کابل  باختر دکب دمياشتې١١:
دافغانستان دڅارندوى دبنسټ  دملاتړ په درناوي نن  دهېواد دلومړۍ ميرمنې په  ګډون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو دمعينيت له خوا دحکومت درسنيو په مرکز  کې يوه  غونډه جوړه شوه .
دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې  غونډه کې لومړۍ دهېواد لومړۍ ميرمنې بي بي ګل غني  دهېواد له څارندويانو څخه  په مننې او قدردانۍ سره زياته کړه ؛  چې افغان څارونديان   ماشومانو او ځوانانو ته  دوحدت او همکارۍ  روحيه  ور زده کوي .
دهېواد لومړۍ ميرمنې دغه راز  دافغانستان دټولو قومونو او مليتونو ترمنځ  په يو والي اوپيوستون ټينګار وکړ او  دهېواد له ځوانانو  او نورو قشرونو څخه يې  وغوښتل چې دڅارندوى له ليکو سره يوځاى شي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د چارو  معين ډاکتر کمال سادات دافغانستان له څاروندى سره دپيوستون په لاره کې دځوانانو په هڅونې سره له هغوى څخه وغوښتل چې دځوانانو دچارو معينيت ته  په مراجعې سره  له هغو آسانتياو  څخه  ګټه واخلي چې ورته برابرې شوې دي.
ددغې غونډې په پاى کې داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين 
دافغانستان دڅارندوى دلومړۍ ميرمنې لوحه  چې دځوانانو دچارو دمعينيت
له خوا برابره شوې وه ، دهېواد لومړۍ ميرمنې ته  ډالۍ کړه .
ديادونې  وړ ده چې څارندوى يو غير رسمي بنسټ دى   چې په  چوکاټ کې يې  ځوانان او ماشومان  دهمکارۍ  ، مرستې  او دټولنيز نظم   دتامينولو لپاره  په افتخاري ډول فعاليت کوي .
دغه بنسټ   په هېواد کې   دکورنيو جګړو  له پيليدو وروسته دړې وړې شوى و  خو په دې وروستيو وختو کې دځوانانو دچارو  دمعينيت په نوښت اودپارسا ادارې په همکارۍ بيا  جوړشوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته