سیاست

جمهوررییس محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ له لوی درستیز سره وکتل

کابل/ د لیندۍ ۷ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ له لوی درستیز جنرال مارک میلي سره وکتل.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې، په د کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لوریو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زیات ملاتړ، سولې پروسې او له تروریزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې جمهوررییس غني جنرال میلي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سولې، ثبات او امنیت او په افغانستان کې د دوی د قربانیو په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو د ځواکونو له دوامدار او بې مثاله ملاتړ او تعهداتو مننه وکړه.

جمهوررییس د افغانستان او امریکا مشارکت استثنايي وباله او وې ویل: په تېرو ۱۸ کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پایدار مشارکت او نږدې همغږۍ زیاتې لاسته راوړنې درلودې.

جمهوررییس غني د جنګ او سولې په څېر مهمو موخو ته د رسېدو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو سره دګډ کار اهمیت او مشوره ارزښتمنه وبلله او وې ویل: موږ توانېدلي یوو په سیاسي او نظامي برخو کې د دواړو هیوادونو د ګټو د تامین لپاره مطلوبې پایلې ترلاسه کړو.

هغه له امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره د افغانستان اړیکې منظمې او دوامداره وبللې او زیاته یې کړه: په سختو شرایطو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ځان ثابت کړی او په بې پرې او باعزته ډول یې د ټاکنو امنیت خوندي کړ.

جمهوررییس غني دې ته په اشارې چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ارګانونو کې اصلاحات په سم ډول عملي شوي وویل: د داعش پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ بریاوې بې سارې وې. هغه زیاته کړه، د هیواد په ختیځ کې له ۲۲ ولسوالیو څخه چې داعش پکې حضور درلود، ۲۰ ولسوالۍ تصفیه شوي دي.

د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر کړنو او هڅو خوښي څرګنده کړه او وې ویل: افغان زړورو ځواکونو زیاتې قربانۍ ورکړي او د پام وړ پرمختګونه یې لرلي دي.

نوموړي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې له امریکايي ځواکونو سره د ګډ دښمن پر ضد د مبارزې او ګډو موخو او ګټو د ساتنې په برخه کې همکاري او همغږي کوي، قدرداني وکړه.

جنرال مارک میلي وویل: د امریکا متحدو ایالتونو ځواکونه د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې خپل ماموریت ته ژمن دي او زموږ هیواد او ملت د دواړو هیوادونو د ثبات او امنیت لپاره هڅه کوي. هغه زیاته کړه، هیله لرم طالبان له جګړې لاس واخلي او سوله ومني.

همدارنګه په دغه کتنه کې جمهوررییس غني څرګنده کړه: که طالبان فکر کوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ماتې ورکوي، دا له خیال پرته بل څه نه دي. دغه ډله باید خپلې هر ډول اړیکې له ټولو تروریستي ډلو سره پرې کړي.

جمهوررییس غني څرګنده کړه: زموږ لپاره جمهوریت مهم دی او افغانان د جمهوریت ساتنه کوي، د سولې لپاره ملي اجماع موجوده ده او سوله د خلکو له تائید پرته نشي راتلای. هغه زیاته کړه: غواړو افغانستان د سیمه ییزو همکاریوو پر څلور لارې بدل کړو، نه د منفي  سیالو پر ډګر.

په دغه کتنه کې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل: موږ  به تر هغې چې اړتیا وي د افغان دولت او خلکو تر څنګ واوسو او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې زموږ ژمنې پر خپل ځای دي.

هغه زیاته کړه: له افغانستان سره زموږ راتلونکي اقدامات به د زیاتې همغږۍ او نږدې مشورو پر بنست ترسره شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته