سیاست

دواليانو وروستي بدلونونه که چيري له يوې خوا دخلکو دهرکلي وړ گرځيدلى دى له بلې خوا ددې سبب شوى دى چې ځينې لويديځې ورځپاڼې په دې باب په اوتو بوتو لاس پورې کړي

کابل باختردتلي دمياشتې  ١ :
دواليانو وروستي بدلونونه که چيري له يوې خوا دخلکو دهرکلي وړ گرځيدلى دى له بلې خوا ددې سبب شوى دى چې ځينې لويديځې ورځپاڼې په دې باب په اوتو بوتو لاس پورې کړي.
په هر هيواد اونظام کې داصلاحي اړخونو په پام  کې نيولو سره دقانون پربنسټ يولړبدلونونه رامنځته کيږي، خوهراقدام چې دافغانستان نظام يې په هيواد کې دجګپوړو مقاماتو داغيزمنتوب په خاطر په بدلونونو لاس پورې کړي دي دهيواد په دننه اوبهرکې په سبوتاژ لاس پورې کړي دي اوهلې ځلې  يې کړي دي چې دغه اقدامات په يو ډول نه يو ډول تحريف کړي .
يو له دغو مواردو څخه هغه رپوټ  دى چې دفرانسې خبري اژانس يا  اى اف  پي  ددغه بدلون په باب خپورکړى دى.
ددغه خبري اژانس په باور دافغانستان حکومت هغه والى ګوښه کړى دى چې دلويديځ پلوي وو .
ددغه مطلب ليکوال هيڅ راز فکر نه دى کړى .
ده په دغه اوتو بوتو سره دژورناليزم اساسات ترپښو لاندې کړى دى او په يوډول نه يوډول دداسې هيوادپه کورنيو چارو کې چې نوى يې له خاورو اوايرو څخه سرپورته کړى دى په ډاګه لاسوهنه کړې ده اوپه يوډول نه يو ډول يې په افغانستان کې دملي مفکورو په ليکنې لاس پورې کړى دى.
افغانستان يو خپلواک او آزاد هيواد دى دافغانستان دنظام مشرتوب دهغه دخلکو له خوا انتخاب شوى دى اوپه دې نظام کې هيڅکله داسې کوم مقام نشته چې دهيواد دملي  ګټو پرخلاف  ددغو اويا دهغه هيواد په پلوي دنظام په دننه کې لاس پورې کړي.
هيڅ والي اوجګپوړي دولتي کارکوونکي دهيواد داساسي قانون له مخې ددې حق نه لري چې ديوه اويادبل هيوادپلوي وکړي .
واليانو اودافغانستان جګپوړو دولتي مقاماتو ته ملي ګټې ديني اوهيوادني ارزښتونه طرحه دى ،نه  ديوه اويادبل هيوادپلوي توب   .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت ددغه شان نظريو څرګندول اورپوټونه دخبريالى له اخلاقي موازينو څخه په ډاګه سرغړونه  بولى او داکار په هيوادنيو چارو کې لاسوهنه اودتفرقې اچونه بولى اوددغه خبري اژانس له چلوونکو څخه  غواړي چې دخبريالي مسلکي اواخلاقي اساساتو ته متوجه شي اوله افترا او تورلګولو اوپروپاګنډونو څخه په کلکه ډډه وکړي  او عامه ذهنونه مغشوش نه کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته