ټولنه

دواوري اورښت په کلني ازموينه کې دزده کوونکو دګډون مخه ونيوله

په بدخشان ولايت کې دواوري سخت اورښت په کلني ازموينه کې ددغه ولايت دځينو ولسواليو دښوونځيو دزده کوونکو دګډون مخه ونيوله .

 دبدخشان ولايت دپوهنې رييس عبدالودود معبودي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل د راغنجوا او شغنان ولسواليو د ښوونځيو زده کوونکو د واوري دسخت اورښت له امله په ازموينه کې دګډون په مقصد ښوونځيو ته نه شي تللاي .

  دبدخشان ولايت دپوهنې رييس  زياته کړه  څرنګه چې  تراوسه پوري داړوندو مقاماتو له خوا ددوى دستونزو دلري کولو په لاره کې تدبيرونه نه دى نيول شوي  ښايي دغه زده کوونکې دهيواد په پوهنتونونوکې دشموليت په خاطر دکانکور په ازموينه کې  هم ګډون ونه کړي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته