سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

دوحه کې د ملګرو ملتونو ناسته؛ افغان پلاوي په کې زړور ګډون وکړ

کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
تبصره
د ملګرو ملتونو سازمان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه رابللې وه، چې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د افغان حکومت رسمي پلاوی یې هم ګډون وال و او ناستې ته یې په ډېرو قوي او معتبرو الفاظو خبرې کړي، تاسو درانه لوستونکي او اورېدونکي کولی شئ د باختر په وېبپاڼه یې ولولئ.
ښاغلي مجاهد ډېرې په ثبوت ولاړې خبرې کړي او که ملګري ملتونه او یا په ټوله کې نړۍ غواړي، په ریښتیا هم د افغانستان ستونزه حل شي، نو د افغان پلاوي له لوري د وړاندې شویو طرحو، وړاندیزونو او غوښتنه په منظم ډول تطبیق کولی شي دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
لکه څنګه چې ذبیح الله مجاهد هم په خپله وینا کې د کابل او نړۍ ترمنځ د تعامل مسلې ته اشاره کړې، باید ووایم، چې نړۍ پرته له دې چې له اسلامي امارت سره، چې خپله افغان ولس د حکومت په توګه منلی او غوره کړی، تعامل وکړي بله لاره نه لري، ځکه دا خبره باید ټول اړخونه ومني، چې اسلامي امارت سره مخالفت له افغان ولس سره مخالفت دی او له همدې نظام سره همکاري له افغان ولس سره همکاري ده او په تېرو دوه ـ درې کلونو کې معلومه شوه، چې افغان ولس او اسلامي امارت یو بل سره کلک ولاړ دي او تاریخ ثابته کړې، چې افغانان د خپلو ارزښتونو پر ضد کړنې نه مني، نو اسلامي امارت هم د افغانانو یو له مهمو ارزښتونو څخه دی، چې د سلګونه زرو شهیدانو د وینو په بدل کې یې ټینګ کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغې ناسته کې یوه مثبته کړنه دا وه، چې د افغانانو قاتلین، د افغانستان لوټماران او هغه کسان نه وه وربلل شوي، چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په بدن تور سرطاني داغونه وه، چې الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانان له دغه مصبیت څخه خلاص شول.
ښکاري چې دغو افغان ضد څېرو ملګرو ملتونو او نړۍ ته هم خپل باور بایللی او نور د پام وړ نه دي.
د ملګرو ملتونو د دغې ناستې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو او اسلامي امارت د استازو ترمنځ لیده کاته هم د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل یو ښه زېری له ځانه سره لري او دغه چاره د ټولو په ګټه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته