سیاست

دوديزه لويه جرګه دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيدله

دوديزى لويې جرګې په شپږ اتيا فقروکې د يوپريکړه ليک په صادرولو اود حامد کرزي په وينا سره خپل کار نن ما زيګر پاى ته ورسا وه

دباختر د اطلاعاتي ا ژانس دخبر له مخې . دغې جرګي د چهارشنبه په ورځ په کا بل کې په خپل کار پيل و کړ اود ا مريکا له متحده ايالاتو سره داستراتيژيکى تړون دلاسليک کولو او ددولت له مخالفينو سره دسو لې او روغې جوړې په باب يې خبري و کړې

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس دجرګي په پاى ته رسيدونکى غونډه کې ددې ترڅنګ چې دلو يې جرګي دپريکړه ليک د مسودي له مادو سره موافقه څرګنده کړه ويې ويل چې په دې پريکړه ليک کې هغه ټولې مسالې شا ملي دي چې خلکو په دې باب فکر کاوه

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس زيا ته کړه چې د افغا نستان دولت ستاسو پريکړه ليک ته دولت ته د افغا نستان د خلکو دلارښوونې په تو ګه ګوري

جمهور رئيس دغه را ز له رسنيو څخه وغو ښتل چې ددغه پريکړه ليک محتوا په بيلا بيلو ژبو د افغا نستان خلکو ته ورسوي

جمهور رئيس دغه را ز په دې وينا کې در يو حيا تې موضوعګانو ته هم اشاره و کړه او ويې ويل هيله لرم چې په افغا نستان کې دداسې نظام بنسټ ډبره کيږدو چې افغا نستان ودان شي ، اقتصاد يې وده وکړي او يو داسي پيا وړى نظام و لري چې خپلو امنيتې منسو بينو او سر تيرو ته په خپله معاش ور کړي

حامد کرزي په دويمه موضوع کې خبري د افغا نستان د ملکي خدمتو نو درا تلونکى په باب پيل کړى او ويې ويل چې د افغا نستان اداره او ما مور يې قا نو ني مصوونيت نه لري نن ورځ هردولتي مقام هرهغه څوک چې په خوښ يې نه وي بدلوى يې

د ده د څرګندونو له مخې په هغه تګلوري کې هلې ځلې د وام لري چې اداره او ما مور قا نو ني مسوو ليت او مصئونيت ولر ي او هرڅو ک داستعداد او لياقت له مخې چې لري يي و ګومارل شي نه دقوم ، پيسو او له دولتي مقا ما تو سره دپيژند ګلوي په زور

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د خپلي وينا په پاى کې له ټولو برخه والو ، ديني عالمانو او قو مې مشرا نو څخه وغوښتل چې ددې هيواد بچيان ښوونې او رو زنې ته وهڅوي

حامد کرزي د افغا نستان د احتياج عامل دعلم او پو هى په ګاڼه ددي هيواددبچيانو نه سمبالتيا و بلله

دلويې جرګي په نننۍ غونډه کې دڅلويښت ګو نو کميټو منتخبو رئيسا نو د کميټو دغړو دنظريو طرحى غونډې ته وړا ندې کړې هغه څه چې کميټو هم ورباندې ټينګار کاوه دشپي له خوا د عمليا تو اوپه خپل سر د نړيوالو ځوا کو نو دلټو نو پاى ته رسول او بندول ، د هيواد دځمکنيو او هوا ئې ځوا کونو ،سمبالول او پيا وړ تيا په جدى توګه د هيواد دنافذو قوا نينو او مقرراتو رعايتول ، له دولت سره د موازي ادارو له منځه وړل ، په بشپړه توګه د افغا نستان د خلکو دديني او هيواد نيو ارزښتو نو رعايتول اودرناوي ، د ترو رستا نو ځالو ته پاملرنه ، دافغا نستان په کورنيو چارو کې د ګاونډيو هيوادو نو دلاس وهنو بندول ، د افغا نستان ملي وا کمنې اوځمکنې بشپړ تيا ته بشپړ درنا وي دي

کميټو دغه راز ددولت له مخالفينو سره دسو لې اوخبرو په باب هم خپلي نظريې بيان کړى چې د لويې جرګي دپريکړه ليک په مسوده کې هم ور ته ځاى ورکړ شوي دي

دغه راز ددوديزى لويې جرګي برخه والو په پريکړه ليک کې د خلکو ديني او فرهنګي مقدسا تو ته ددرنا وي غو ښتنه و کړه او له ا مريکا او نورو څخه يي غو ښتې دي چى د افغا نستان د خپلوا کى او ملي واکمنې درنا وي وکړې اود هيواد نافذ قوانين رعايت کړې اودشپي له خوا عمليات اود کورونو لټول پاى ته ورسوي اودغه عمليات دې افغا نۍ شي

د ا مريکا متحده ايالات دې ژمنه و کړې چې له دولت سره موازي جوړښتو نه پاى ته ورسوي

دجرګي برخه والو په ډا ګه اعلام کړه چې دوي په افغا نستان کې د امريکا ددايمې شتون مخالف دي او هم امريکا دي بايد په قضا يي چارو او سياسي جوړښتو نو کې لاس وهنه و نه کړې او ټول جيلو نه دي دافغا نستان حکومت ته وسپاري او امنيتي ځوا کو نه دي په پوځې تجهيزاتو سمبال اود هغود پيا وړتيا په لاره کې دي لا زم اقدا مات وکړي

دجرګي برخه والو په پريکړه ليک کې په ټينګار سره څرګنده کړي ده چې ددغه تړون له تصويب وروسته چې لاسليک شي د ملګرو ملتو دسا زمان په امنيت شورا کې دې ثبت شي او ا مريکا دي په افغانستان باندې د کوم بل هيواد د بريد په صورت کې د افغا نستان ترڅنګ ودريږي

د افغا نستان د مها جرينو ملا تړ دي و کړې او دافغا نستان د اوبو په شخړه کې دي همکاري و کړې او افغا نستان دي دسياسي سياليو په ډګر بدل نه شي

امريکا نشي کو لي هغه تاسيسا ت چې په واک کې يي ور کول کيږي دمخالفينو په وا ک کې ور کړي اود ا مريکا پو ځې تاسيسات دي د افغا نستان په پو لو او له ښارونو څخه بهروي دغه راز برخه والو له امريکا سره دستراتيژيکى تړون دلاسليک کولو په اړوند دځينو نورو مسئلو په باب ټينګار کړي دي خو دوي له مخالفينو سره دسو لې اوخبرو په اړوند دسو لې دمشورتي جرګي دپريکړى ټول مفردات تاييد کړې دي اوټينګار يي کړي دي چې بايد ددولت دمخالف په باب مشخص تعريف وړا ندې شي څرنګه چې دمخالفينو ټول مرکزونه په پا کستان کې دې بايد پا کستان دسو لې اوخبرو په بهير کې له افغانستان سره همکاري و کړې دسولې دعالي شورا درئيس استاد بر هان الدين رباني دترور په باب د حقيقت مو ندلو له هيئت سره دي همکاري و کړې بايد په خبرو او سو له کې تيري ترخې تجربي تکرار نه شي بايد په بشپړ دقت سره عمل وشي

برخه والو دغه را ز په پريکړه ليک کې د سو لې دتحقيقا تي مرکز په جوړولو اود سولې د نړيوال کنفرانس په جوړولو باندې ټينګار کړي دي

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي دجرګي د کارپه پاى ته رسيد ونکى وينا کې د امنيتې منسو بينو د نه ستړى کيد ونکو د هلوځلو اود کا بل ښاريا نو د زغم او له جرګي سره د هغوى دعلاقمندى له ا مله قدردا نۍ و کړه

دغه ر از دغونډې په پاى ته رسيدونکو مراسمو کې د افغا نستان دسو لې دشهيد استادبرهان الدين رباني زوي صلاح الدين رباني خبري و کړې اود دوديزى لويې جرګي له مشورو سره يي خپل ملا تړ اعلام کړ

د مراسمو په پاى کې ددوديزى لويي جرګي رئيس پرو فيسر حضرت صبغت الله مجددي دخبرو په ترڅ کې د لوى جرګي کار مثبت و باله او ددعا ئې په لوستلو سره يې ددوديزى لوي جر ګي کار پاى ته ور سا وه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته