نړۍ

دداعش دډلې زياتره غړي دپاکستاني طالبانو دتحريک جګړه ماران دي

_  اسلام آباد ډي ډان باختر دزمري د مياشتې ١٢ :
په افغانستان کې د داعش   د ډلې په سلو کې کابو  اوويا   جګــــړه  ماران   هغه پاکستاني طالبان دي  له هغه وروسته چې دې ته اړ شول چې له دغه هېواد څخه وتښتي ، له دغې ډلې سره يوځاى شوي دي .
باخترآژانس دپاکستانۍ رسنيوله خولې خبر راکړ.   جنرال  جان دبيلونيکلسون  چې  په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو او د ناتو د ځواکــــونو  قومانداني په  غاړه لري  وويل :سره له دې چې امريکايي پوځيانو له  ١٥کلونو را په دې خوا  په افغانستان کې  جنګيږي  تراوسه پورې ١٢ تروريستي ډلې په  دغه   هېواد      کې عمليات کوي .
دغه جنرال په هغو خبر وکې  چې د روانې  اوونۍ  په  لومړيو  وختو کې يې  په واشنگتن کې ددامريکا  د دفاع په  وزارت کې   وکړې   وويل  ؛  دپاکستاني طالبانو دتحريک زياتره غړي ،دداعش دډلې دخراسان ولايت غړي دي  زياتره دغه  تروريستان د ضرب غضب په  پوځي عملياتو کې  دې ته  اړ شول  چې   له پاکستان څخه وووځي .
جنرال نيکلسون وويل ؛ چې په ننګرهار ولايت کې  دداعش زياتره جګړه ماران  دورکزو ايجنسۍ له قبايلي سيمې څخه راغلي دي  چې  دپاکستاني طالبانو دتحريک پخواني غړي و  اوله خپل مشرتابه سره  دداعش له ډلې سره  يوځاى شوي دي .
دغه جنرال زياته کړه چې داعش په  افغانستان کې يو له نهو تروريستي سازمانونو څخه دى  او سربيره پردې  درې  نور  بنسټپال او افراطي سازمانونه په افغانستان کې شته  چې دياغي ډلو دنفوذ  دزياتوالي په  خبرداري سره دامريکا د متحده  ايالاتو په  دې  وروستيو  وختو کې په  افغانستان  کې خپل هوايي بريدونه له سره پيل کړل.
د ايرفورس ټايمز خپرونې دجمعې په ورځ خبر ورکړ چې  له تيرې مياشتې  را په دې خوا په افغانستان کې په هدفونو دامريکا هوايي بريدونو په دراماتيک ډول زور اخيستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته