امنیت

دوسله والوطالبانو دډلې يو قوماندان په زابل کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .

کابل باختر د وري نولسمه :
دوسله والوطالبانو دډلې يو قوماندان نن په زابل ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شو .
دزابل ولايت دسولې دبهير رييس صالح محمد هاشم ګراني  دباختراژانس  خبريال ته وويل دوسله والو  طالبانو دډلې يومشهور قوماندان شيرين اقا چې له پنځو کلونو راپديخوا دزابل ولايت دشهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددولت پرضد ولاړ و ، ددغه ولايت دسولې دبهير دغړو دهڅو اوهاند له امله له جګړې څخه لاس واخست  او له يوه کلاشيکوف  اويوه موټرسايکل سره دسولې له بهير سره يوځاى شو .
  دزابل ولايت دسولې دبهير رييس دطالبانو ددغه قوماندان پيوستون په دغه ولايت کې دامنيت په تامينولو کې يو ګټور او پرځاى ګام وباله او له نورو مخالفينو  څخه يې وغوښتل  چې له جګړې څخه لاس واخلي او دسولې په پروسه کې ورګډ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته