امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې ديوه مشهور قوماندان په ګډون اته څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
دحقاني شبکې ديوه  جګپوړي قوماندان  او ددولت دمخالفينو له خوا  دپکتيکا ولايت لپاره دنومول شوي  مرستيال والي په ګډون ٤٨ تنه ډاراچوونکي پرون دپکتيکا ولايت په مربوطاتو کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت  مقاماتو  اعلام وکړ چې دپکتيکا ولايت په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونو دعملياتوپه بهيرکې دحقاني شبکې ديوه جګپوړي  قوماندان  او ددولت دمخالفينو له خوا دپکتيکا ولايت لپاره دنومول شوي مرستيال والي په ګډون ٤٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ويل کيږي  چې  دحقاني دتروريستي شبکې دغه مهم او کليدي قوماندان واحدنوميده  اوپه جمشيد مشهور و  او دپکتيکا ولايت  دسرداني هندي کلي  کې دملي پوليسو دځواکونو په هدفمندو عملياتو کې وژل شوى دى.
دغه راز دمخالفينو له خوا دپکتيکا ولايت لپاره  نومول شوى  مرستيال والي له  ٤٥ تنو ډار اچوونکو سره  دپکتيکا  ولايت په  تندې بوزه کلي کې ووژل شو.
دغه بريد هغه وخت ترسره شو  چې دغه ډله  دډاراچوونکو بريدونو په پلان  جوړولو بوخته وه.
په دې بريد کې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند يوه اندازه  جنګي
وسايل هم ويجاړ او له منځه  وړل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت  مقاماتو ويلي دي چې ددغې تروريستي ډلې  دکليدي افرادو په له منځه تللو سره به په پکتيکا اودهغه په ګاونډيو ولايتونو کې امنيتي حالت ښه والى ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته