سیاست

دولسي جرګې دويم نايب انتخاب شو .

کابل باختر دسلواغي دري ويشتمه

  په ولسي جرګه کې دهلمند دخلکو استازي نعمت الله غفاري په پاى کې په علني رايي اخستنې سره ددغه مجلس  ددويم نايب په توګه انتخاب شو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې  دانتخاباتو په دويم پړاو کې چې پرون ترسره شو نعمت الله غفاري  او محمد عارف شاه جهان دغه دوه تنه کانديدان بيا هم ونه کړاي شول   مناسبي رايي ترلاسه کړي او انتخابات دريم پړاو ته ورسيدل .  ددويم پړاو  دانتخاباتو له ترسره کيدومخکې محمد عارف شاه جهان له سيالۍ څخه تير شو او موضوع نن ورځې ته وحڼډيده .

  دولسي جرګې په ننني غونډه کې  چې دعبدالروف  ابراهيمي په مشري  وشوه نعمت الله غفاري  په يوه علني رايه اخستنې کې دغه پست ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته