سیاست

دولسي جرګې عمو مي غونډه نن د عبدالروف ابرا هيمي په مشرۍ جوړه شوه

په غونډه کې محمد اصف رحيمي ، جارالله منصوري او عبدالقد وس حميدي په ترتيب سره د کرنې او او بو لګولو ، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا اودفوايد عا مې وزيرا نو ، د عا مې روغتيا وزارت سرپرستې ډا کترې ثريا دليل ، له پيښو سره دمبارزې د کميټې رئيس محمد دايم کاکړ او ددغې کميټې دځينو اړوندو مرکزو نو استازو ګډون کړي و

د ولسي جرګې مطبو عاتي دفتر د باختراطلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ: دغونډې په پيل کې له پيښو سره د مبار زې د کميټې رئيس محمد دايم کا کړ د هيواد په ٣٤ ولايتو نو کې ددغې کميټې د اجرااتو رپوټ په مفصل ډول غونډې ته وړا ندى کړل او وي ويل د تير کال د وچکاليو له ا مله د هيواد ٣١ ولايتو نو ته ډير زيات زيان او ښتي دي

له پيښو سره د مبار زې د کميټې رئيس د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د خپل رپوټ د وړا ندى کولو په دوام د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د وچکاليو له ا مله په زيانمنو شويو کسا نو د غنمو ،وريجو ، غوړيو ،شړيو ،طبي درملو دکرنې د اصلاح شويو تخمو نو ، حيوا نى وښو اود لومړ نيو اړ تيا وړ نورو توکو دويشلو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې ددغو مرستو ويش په ځينو زيانمنو شويو کليو او ولسواليو کې هم دوام لري

ده وويل، ددغې کميټې اړوندو ادارو په پرله پسيې رسمي غونډو اود هغو سيمو په پيژند نې سره چې د اړ تيا وړ لومړنيو تو کو له کمښت سره مخامخې دي له دغو ستو نزو سره د مقا بلې په لاره کې او له نړيوالو مو سسو سره په همغږي کې جدى تد بيرونه نيو لى دى

له پيښو سره د مبارزې د کميټې رئيس زيا ته کړه، د وزيرانو شورا له خوا منظوري شوي بود جې ته په پا ملرنې سره ٤٥٦ مليو نو ډالرو اضافى پيسو ته اړ تيا ده چې هيله لرو له مرستندويو هيوادو نو څخه ددغو مرستو په ترلاسه کولو سره دغه ستو نزه حل کړو

ده په همدې حال کې په سلو کې د٧٢ دغو مرستو دژمنې خبر ورکړ او زيا ته يې کړه چې ددغو مرستو په ا جرا کيدو سره به له زيانمنو شويو خلکو سره د مرستې په لاره کې جدي اقدا ما ت وشي

په غونډه کې ځينو وکيلا نو دڅښاک درو غتيا يي او بو د نشتوالى ، په بزګرانو د کرنې داصلاح شويو تخمونو د نه ويش ، دځينو مواصلاتي لارو د تړ لى پا تې کيدو ، د ښوونحيو ، سړ کو نو اودروغتيا يي کلينيکو نو د نشتو الى ، د هيواد لري پرتو سيمو ته د خورا کي تو کو د نه رسيدو ، په مستحقو کسا نو د لومړنيو مواد و دنه ويش ، داړيکو او نه وړ تيا او ضوابطو له مخې په ولايتو نو کې داړوندوارګانونو له خوا دځينو کادرونو دټا کنې ، ددويم اودريم لاس قرارداديانو ته د اوبو او بريښنا د توليد دپروژو دسپارلو ، د ګټې د ترلاسه کولو ، په ځينو ولايتو نو کې داستنادي ديوالو نو د نه شتون په اړوند چې کال په کال دسيلا ونو درا وتلو له ا مله کرنيزې ځمکې يې ويجاړيږي او په دى برخه کې د تد بيرو نو دنه نيولو ، دټيټ کاري ظرفيت لرونکو شرکتو نو ته د سړ کو نو اودټولګټو پرو ژو د جوړولو او ترميمولو د سترو قراردادو نو دسپارلو ، د افغا نستان د حلقوي سړک جوړ ولو ته د نه پا ملرنې اود ترانسپورتي ستونزو په اړوند خپلې سيمه ييزې ستو نزې بيان کړې

په غونډه کې دغه راز ځينو وکيلا نو دژمى په فصل کې د مواصلا تي لارو د تړل کيدو اود هيواد لري پرتو سيمو د خلکو دلو مړ نيو اړتيا وړ اونورو موادو د نه رسيدو په باب انديښنه څرګنده کړه اوبيړنيو حالاتو ته دځواب ورکولو د کميټې له مسولينو څخه يې وغو ښتل چې له دغو ستو نزو سره په مقا بله او مستحقو اوزيانمنو شويو خلکو ته دمرستې په رسو لو کې جدى هلې ځلې و کړي

په غونډه کې دوچکالى او دلومړ نيو خورا کى تو کو د بيو دلوړ والى په اړوند د خلکو د استازو دپو ښتنو د زيا تو الى په علت وپتيل شوه چې دبيړنى ملي کميټې مسو لين دى د ولسي جرګې درا تلونکى اوونۍ د چهار شنبې د ورځې په عمو مي غونډه کې ګډون و کړي اود وکيلا نو پو ښتنو ته دى ځوا ب ووايي

په همدې ترتيب د غونډې له پيل کيدو مخکې او په امتيا زي وخت کې يوشمير وکيلانو د بيو د لوړ والى او په تيره بيا په هيواد کې داوبلن ګاز دبيې دبي ساري لوړيدو د افغا نستان را تلونکى ته د بن د کنفرانس دارزښت ، د ځوا نا نو د نه اشتغال اود ځينو نورو مسئلو په باب خبرې و کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته