امنیت

دولس طالبان په سرپُل کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
دولس وسله وال طالبان پرون په سرپل کې ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دولس وسله وال طالبان په هغه هوايي بريد کې ووژل شول چې د سرپل د مرکز په مربوطاتو کې ترسره شو.
رضايي زياته کړه چې په دغه بريد کې د پوځيانو يو زغره وال موټر چې پخوا وسله والو طالبانو ترلاسه کړی و؛ له جنګي وسايلو سره له منځه يوړل شو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته