خبرونهامنیت

دولس طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل / د ليندۍ ٨مه /باختر
په فارياب کې په تېرو ٢٤ ساعتونوکې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او لس نور ټپيان شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول
خبرځاى زياته کړه د وسله والوطالبانو يو سرګروپ ملا عبدالله هم په وژل شويو کسانوکې شامل دى.
د يوبل خبرله مخې؛ درې وسله وال طالبان تېره شپه د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې له پوليسو سره په جګړه کې ټپيان شول او نور وسله وال طالبان له سيمې څخه وتښتېدل.
په دې جګړه کې يوملکي کس د دښمن د ډزو له امله ټپى شو ى دى.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته