امنیت

دوه تنه تروريستان په قندهار کې دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دوه تنه تروريستان په قندهار ولايت کې دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
دقندهار ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان چې له څه مودې راپديخوا دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تروريستي او ورانکارو فعالتيونو او په سړکونوکې په ماين ښخولو  بوخت وو دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه دغه کسان چې دروزګان او زابل  ولايتونو اصلي اوسيدونکي دي په څيړنو کې يې دتروريستي بريدونو په ترسره کولو اعتراف کړى دى او قضيه څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته