کابل، د زمري ۲ مه، باختر
د کابل امینتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې یې ۲ تنه د انسان تښتونې په تور نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲ تنه د انسان تښتونې په تور چې د تښتېدو په حال کې وو، له تعقیب وروسته د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي.
له دغو افرادو څخه څېړنې دوام لري.
ع