امنیت

دوه تنه له ١٤٧کيلوګرامه نشه يي توکوسره ونيول شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
دجوزجان پوليسو دوه تنه پرون له ١٤٧کيلوګرامه نشه يي توکو دليږدونې په تور ونيول.
د جوزجان ولايت  امنيه قوماندان  مل پاسوال  فقيرمحمدجوزجاني باخترآژانس ته وويل ؛  چې دغه کسان دشبرغان ښار  دسلطان کوټ  دامنيتي کمربند په ساحه کې هغه وخت ونيول شول چې   ١٤٧ کيلوګرامه اپين يې  په يوه کرولا موټر کې  ليږدول.
جوزجاني زياته کړه پيښه تر څيړنې لاندې ده.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته