امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

دملي اردو منسوبينو پرون په کندهار ولايت کې دمحاربوي عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل دماينونو او چاوديدونکو توکو دوه ډيپوګانې اودامونيم نايتريت يوه ډيپو يې کشف اوشنډه کړې ده.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبروکړ

چې دغه عمليات دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې يوه ډيپو چې ډول ډول ماينونه پکې ځاى پرځاى شوي و کشف او شنډه کړې ده.

دغه راز په دغو عملياتو کې دملي اردو منسوبينو يوه ماين له دريو سرګلولوسره يې دهاوان درې ماينونه ، دډي سي توپ څلور تش خولونه ، پنځه کېلوګرامه باروت او اته پنځه ويشت کېلويي بوري اوومه چرس ترلاسه کړي دي .

ديوبل خبرله مخې د ٢٠٥ اتل قول اردو ددريمې لوا دشپږم کنډک منسوبينو دايتلاف له پوځونوسره په ګډو هلوځلو کې دکندهارولايت دميوندولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو مخالفينوسره نښته وکړه ، دوه تنه ډار اچوونکې يې ووژل ، پنځه ماينونه يې کشف اوشنډکړل او دچاوديدونکو توکو يوه ډيپو او دامونيم نايتريت يوه ډيپو هم له منځه وړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته